۰

طالبانو هرات کې هم د ژوندیو موجوداتو فلم اخیستل منع کړل

شنبی ۲۶ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۳
د هرات ولایت یوې سرچینې جمهور خبري اژانس ته ویلي: طالبانو په یوه لیک کې د دغه ولایت ملي ټلویزیون ته امر کړی چې د ژوندیو موجوداتو له عکسونو دې ډډه وکړي او د دغه ولایت سیمه ییز چارواکي دې هم له رسنیو سره له مرکو ډډه وکړي.
طالبانو هرات کې هم د ژوندیو موجوداتو فلم اخیستل منع کړل
د هرات ولایت یوې سرچینې جمهور خبري اژانس ته ویلي: طالبانو په یوه لیک کې د دغه ولایت ملي ټلویزیون ته امر کړی چې د ژوندیو موجوداتو له عکسونو دې ډډه وکړي او د دغه ولایت سیمه ییز چارواکي دې هم له رسنیو سره له مرکو ډډه وکړي.

ویل کیږي چې په هرات کې د طالبانو لوړ پوړو چارواکو هم له خپلو پیغام رسوونکو پروفایلونو او ټولنیزو پاڼو څخه خپل عکسونه لیرې کړي دي.

هرات کې سیمه ییزو سرچینو ویلي، دغه وضعیت دغه ولایت ته د طالبانو د مشهور قوماندان له سفر وروسته رامنځ ته شوی دی. هرات اووم ولایت دی چې طالبان پکې د فلمونو جوړول او د ویډیويي رسنیو کار منع کوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر یوازینی طالب شخصیت دی چې ولایتونو ته یې سفر له محدودیتونو پرته بله پایله نه لري.

نوموړي تېر کال بامیان ولایت ته د یوه سفر پر مهال په بندامیر ملي پارک کې د ښځو پر حضور بندیز ولګاوه.

د طالبانو د فواید عامې وزارت دغه کړنې د طالبانو د یوې برخې له اعتراضونو سره مخ شوې او حتی د طالبانو د حکومت ځینې غړي هم د خپل مشر حکم نه مني.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي