۰

امریکايي سناتورانو له روسیې سره د ایلن ماسک د اړیکو د څېړنې غوښتنه کړې

شنبی ۲۶ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۷
دوو جګپوړو ډیموکراټ سناتورانو په یو لیک کې، د امریکا له دفاع وزارت او د قانون پلي کونکو ادارو څخه غوښتي، چې له روسي چارواکو سره د ایلن ماسک د اړیکو په اړه راپورونه وڅېړي، چې د دوی په وینا، د ملي امنیت سره تړاو لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رویټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ راپور ورکړی چې دا لیک یې لیدلی دی. د ټویټر د مشر په توګه، ماسک د پنټاګون او د امریکا استخباراتي ادارو سره د میلیاردونو ډالرو په ارزښت قراردادونه هم لاسلیک کړي.

د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړې جین شاهین او د سنا د وسله والو خدماتو د کمېټې مشر جیک ریډ په خپل لیک کې د امریکا له لوی څارنوال میرک ګارلینډ او د پنټاګون له عمومي مفتش څخه غوښتي چې د هېواد د پوځ او استخباراتي ادارو سره د ټویټر په قراردادونو کې د ماسک د رول په اړه څېړنې وکړي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي