۰

په کابل کې کرل شویو مومپلیو ښه حاصل او نتیجه ورکړې ده

سی شنبه ۲۲ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۱۶
د طالبانو کرنې وزارت پر خپله وېب پاڼه لیکلي، چې په کابل کې د دې وزارت په یوه څېړنیز فارم کې د کرل شویو مومپلیو حاصل ښه نتیجه ورکړې ده.
په کابل کې کرل شویو مومپلیو ښه حاصل او نتیجه ورکړې ده
د طالبانو کرنې وزارت پر خپله وېب پاڼه لیکلي، چې په کابل کې د دې وزارت په یوه څېړنیز فارم کې د کرل شویو مومپلیو حاصل ښه نتیجه ورکړې ده.

د مسوولینو په خبره دا مومپلي د کابل په بني حصار سیمه کې په څېړنیز فارم کې کرل شوي دي.  مومپلي عموماً په تودو سیمو کې ښه وده کوي او د دانو او غوړو لپاره یو تجارتي نبات ګڼل کېږي.

ننگرهار، خوست، کندهار، هلمند، فراه، نیمروز، زابل، او هرات د هیواد هغه ولایتونونه دي، چې د دې نبات د کښت لپاره پکې امکانات زیات دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي