د طالبانو پوهنې وزارت پلاوي، مالیزیا ته په سفر کې د ښوونیز کیفیت لوړولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ، د متقابلو همکاریو پر فرصتونو خبرې اترې کړې دي.
پوهنې وزارت وايي چې، دغه پلاوي د پوهنې وزارت د دفتر د عمومي رییس شهابالدین ثاقب په مشرۍ، د مالیزیا د علماوو شورا، پوهنې وزارت له مسوولانو او د هغه هېواد د ښوونیزو بنسټونو له ځینو استادانو سره کتلي دي.
د مالیزیا د ښوونیزو بنسټونو مسوولینو او علماوو، په افغانستان کې د پوهنې نظام د لا پرمختګ لپاره پر هر اړخیزو همکاریو ټینګار کړی دی.
جمهورخبري آژانس