د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په ممبۍ کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل اعلان کړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په ممبۍ کې د افغانستان د کونسلګرۍ اېکس پاڼې یو پیغام خپور کړی او لیکلي یې دي: د افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه په ممبۍ کې د افغانستان د کونسلګرۍ له خوا د پاسپورټونو د وېش بهیر به د ۱۴۰۳ کال د لړم په ۲۱ پیل شي.
دا خبر د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم په خپله ایکس پاڼه کې خپور کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه د دې ادارې د قونسلګرۍ او یا نورو فعالیتونو په اړه معلومات نشته. خو؛ ذکیه وردګ تر دې وړاندې په دغه ښار کې د افغانستان جنرال قونسل و، چې د سرو زرو د قاچاق په تور یې له خپلې دندې استعفا کړې وه.
د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ هندي سرچينو په دغه هېواد کې د طالبانو د ډلې د ډيپلوماټ د پېژندلو د احتمال په اړه ګونګوسې خپرې کړې وې.
هندي رسنۍ "سنډې ګارډین" لیکلي: دا اقدام چې د طالبانو له خوا د وړاندیز شوي ډیپلوماټ تصویب هم په کې شامل دی، په افغانستان کې له اوسني حکومت سره په تعامل کې د هند عملي چلند ښيي او ښايي بل ګام یې بشپړ ډیپلوماتیک رسمیت وي.
جمهورخبري آژانس