۰

په مرکزي سیمو کې طالبان د خپلو جنګیالیو د کنټرول توان نه لري

دوشنبه ۲۱ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۲۸
د طالبانو بې کفایته جنګیالي نه یوازې د مرکزي سیمو اوسیدونکو ته د امنیت په تامین کې مرسته نه کوي بلکې خلک یې له هویت او روحي امنیت څخه بې برخې کړي دي.
په مرکزي سیمو کې طالبان د خپلو جنګیالیو د کنټرول توان نه لري
د طالبانو بې کفایته جنګیالي نه یوازې د مرکزي سیمو اوسیدونکو ته د امنیت په تامین کې مرسته نه کوي بلکې خلک یې له هویت او روحي امنیت څخه بې برخې کړي دي.

د دايکنډي يوه اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط جمهور خبري اژانس ته وويل: "د دې ډلې جنګيالي په شاو خوا لارو او بازارونو کې ښځې او نجونې په بې رحمۍ او وحشيانه ډول ځوروي او نجونې د ښار په شا وخوا کوڅو کې د دې ډلې جنګیالي د ويرې له امله ښار کې نه شي ګرځېدلی  او حتی ویلي یې دي چې دوی په عام محضر کې خلک ځوروي.

د بامیان ولایت یو شمېر اوسېدونکو جمهور خبري آژانس ته ویلي: په دغه ولایت کې د طالبانو اخلاقي فساد او ځورونه هېڅ حد نه لري.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د طالبانو په ګډون د دې ډلې ډېرى جنګيالي د غندک او برفک کليو د خلکو ښځې او نجونې ځوروي او موټرو کې د خلکو دروازو ته ورځي او ځوروي یې.

د بامیانو یو تن اوسیدونکی دغه ولایت د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د اور له پنجرې سره پرتله کوي اوايي: له یوې خوا د دې ډلې اجنټانو د خلکو ژوند دوزخ ګرځولی او له بلې خوا یې دوی د دې ډلې د جنګیالیو له بې نظمۍ او بې ثباتۍ څخه ستړي شوي دي.

له بامیانو څخه ځینو نورو سرچینو بیا د دې ډلې د چارواکو اخلاقي فساد یاد کړ او ادعا یې وکړه چې د دې ډلې سیمه ییز چارواکي حتی د یو بل پر ناموسونو رحم نه کوي او د هغو مواردو په اړه پوهیږي چې زابلي طالبان د ځايي طالبانو میلمانه شوي خو له څو ورځو وروسته یې د همغه ځايي طالبانو له ښځو یا لورګانو سره نامشروع اړیکې ټینګې کړې او ان داسې شواهد شته چې طالبانو ښځې خپلو دفترونو ته ورغوښتې ده.

جمهورخبري آژانس

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي