۰

مولوي عبدالکبیر:موږ د افغانستان له خاورې اندېښنو ته رسېدنه کړې

دوشنبه ۲۱ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۱۷
د طالبانو ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال د ارپايي ټولنې له چارسمبالې سره په کتنه کې ویلي چې، اسلامي امارت د افغانستان له خاورې د ګواښونو په تړاو اندېښنو ته رسېدنه کړې ده.
مولوي عبدالکبیر:موږ د افغانستان له خاورې اندېښنو ته رسېدنه کړې
د طالبانو ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال د ارپايي ټولنې له چارسمبالې سره په کتنه کې ویلي چې، اسلامي امارت د افغانستان له خاورې د ګواښونو په تړاو اندېښنو ته رسېدنه کړې ده.

مولوي عبدالکبیر همدارنګه ټینګار کړی چې، اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی.

د اروپايي ټولنې چارسمبالې بوسکوویچ پوهار ویرانیکا هم په دغې کتنه کې، د اسلامي امارت او دغې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر لرلو ټینګار کړی دی.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی. او د افغانستان د بیارغونې او اقتصادي ځان بسیاینې لپاره هڅې کوي.»  
  
طالبانو د بوسکوویچ پوهار ویرانیکا له قوله لیکلي، اروپايي ټولنه هڅې کوي چې، په کابل کې خپل فعالیتونه د اړتیا وړ برخو کې په اغېزناکه توګه ترسره کړي.

مولوي کبیر په دې کتنه کې په پراختیايي، د نشه‌يي توکو د له‌منځه وړلو، د بدیل کښت، د کاري فرصتونو د برابرولو او پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخو کې له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د مرستو غوښتنه هم کړې ده.

جمهورخبري آژانس


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي