په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق مرستیاله وايي، تېر کال یې ۶،۳ میلیونه نجونو او هلکانو ته درسي توکي وېشلي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د استازي مرستیاله روشنان مرتضي نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې یونېسف د هر افغان ماشوم د زده کړو ملاتړ ته ژمن دی.
نوموړې زیاته کړې، چې په تېره یوه کال یې ۶.۳ میلیونه افغان نجونو او هلکانو د درسي توکو اړتیاوو ته رسیدنه کړې ده.
جمهورخبري آژانس