د غزني ولایت ځايي چاواکي وايي، چې د دغه ولايت په مرکز کې د یوه سړک د جوړېدو او یو شمېر نورو پروژو چارې بشپړې شوې دي.
مسوولين وايي په ياد ولايت کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۸۰۰ متره سړک، ۲۰۰ متره لښتیو او ۲۴۰ متره استنادي دېوال د جوړېدو پروژې بشپړې او ګتې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د مسوولينو په خبره د یادو پروژو چارې د دوه میاشتو په موده کې بشپړې شوې او د پلې کولو پر مهال یې ۳۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم د غزني ولایت په ښار کې د ښاروالۍ له پراختیايي بودیجې د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو ټولګټو پروژو چارې پیل شوې وې، چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
جمهورخبري آژآنس