۰

په کوټه کې ترهګریز برید لږ تر لږه ۲۲ کسان ووژل شول

شنبی ۱۹ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۹
د کوټې ښار د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي خبري رسنیو ته ویلي دي چې په دغه ښار کې د ځانمرګي برید په څیر یوه ترهګره پیښه رامنځته شوې ده.
په کوټه کې ترهګریز برید لږ تر لږه ۲۲ کسان ووژل شول
د کوټې ښار د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي خبري رسنیو ته ویلي دي چې په دغه ښار کې د ځانمرګي برید په څیر یوه ترهګره پیښه رامنځته شوې ده.

د سما نيوز پاکستان د خبر له مخې، د کوټې ښار د اورګاډي په تمځي کې د چاودنې له امله ۲۲ تنه وژل شوي دي.

سما نیوز د کویټې ښار د طبی او پولیسو د سرچینو له قوله او اعلان وکړ: په دغه ترهګره پیښه کې ۲۲ کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۱۸ نور ژوبل شوي دي.

د اورګاډي چارواکو اعلان وکړ، چې ټاکل شوې دغه اورګاډي د سهار په نهو بجو پېښور ته ولاړ شي.

تر اوسه کومې ډلې د کوټې ښار په سټېشن کې د چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

پاکستاني چارواکي معمولاً په بېلتون غوښتونکو ډلو پورې تړلي اورپکي د دا ډول جرمونو په ترسره کولو تورنوي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي