د افغانستان او بنګلهدېش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه پنځوس اووره یا یو ورځنۍ لوبه نن شنبې د لړم ۱۹ د افغانستان پر وخت د ماسپښين ۲:۳۰ بجې ترسره کېږي.
افغانستان وتوانېد تېره چهارشنبه په لومړۍ پنځوس اووریزه لوبه کې چې د متحده عرب اماراتو په شارجه سټډیوم کې وشوه، بنګلهدېش ته د ۹۲ منډو په توپیر ماتې ورکړي.
د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات وايي، د دویمې لوبې لپاره هم تمرینات شوي او لوبډله پوره چمتووالی لري.
د افغانستان او بنګلهدېش ملي لوبډلې به خپله درېیمه پنځوس اووریزه لوبه د دوشنبې په ورځ وکړي.
جمهورخبري آژانس