طالبانو په بلخ ولایت کې د ۴۲ میله سپکو او درنو وسلو د نیولو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت د وسله والو طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېرو دوو میاشتو کې د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو ۴۲ میله سپکې او درنې وسلې کشف کړې دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، دغه اندازه وسلې د بلخ ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه کشف او ترلاسه شوې او په تړاو یې پنځه تنه نیول شوي هم دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د بلخ د امنيې قوماندانۍ مسوولينو ويلي وو، چې په تېر يوه کال کې يې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د سپکو او درنو وسلو ٣٠٠ مرمۍ کشف کړې دي.
جمهورخبري آژانس