د طالبانو د ډلې د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دغې ډلې په هرات کې یو ماشوم له یو کال اختطاف وروسته بیرته خپلې کورنۍ ته سپارلی دی.
د طالبانو ډلې د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن پنجشنبې د لړم ۱۰ مه په خپله فسبوک پاڼه لیکلي چې د هرات ولایت یو ماشوم چې شاوخوا یو کال وړاندې د هرات له ښار څخه د سړي تښتونکو له خوا تښتول شوی او پاکستان ته لیږدول شوی، چې د دې ډلې د جنګیالیو په دوامداره او اغیزمنو هڅو سره بیرته خپلې کورنۍ ته راستون شو.
هغه زياته کړه چې دغه ماشوم د تښتوونکو له خوا تر تښتول کېدو وروسته پاکستان ته لېږدول شوى و، خو د دغې ډلې جنګيالي وتوانېدل چې له پراخو او همغږو عملياتو وروسته د تښتوونکو له منګولو ازاد او هېواد ته يې راستانه کړي.
جمهورخبري آژانس