۰

طالبان د هوا ککړتیا د کموالي لپاره لاس په کار شوي

پنجشنبه ۱۰ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۶
په کابل ښار کې د هوا د ککړتیا له زیاتوالي سره، چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د ټرافیکو ریاست د هوا د ککړتیا د کموالي او مخنیوي لپاره له هڅو خبر ورکړی دی.
طالبان د هوا ککړتیا د کموالي لپاره لاس په کار شوي
په کابل ښار کې د هوا د ککړتیا له زیاتوالي سره، چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د ټرافیکو ریاست د هوا د ککړتیا د کموالي او مخنیوي لپاره له هڅو خبر ورکړی دی.

د چاپیریال ساتنې میلي ادارې د مسوولینو په وینا، د استهلاک شویو موټرونو موجودیت او د ژمي په موسم کې د سونګ توکو زیاته کارونه په پلازمېنه کې د هوا د ککړتیا اصلي لاملونه دي.

د یادې ادارې د هوا د ککړتیا د تنظیم او کنټرول رییس طوفان جبران وایي د یادې ادارې د عملیاتي پروګرام له مخې، د کابل په ګډون په شپږو لویو ولایتونو کې هغه لوړپوړیزې ودانۍ، کارخونې او استهلاک شوي موټر چې، د هوا د ککړتیا لامل کېږي په جدي توګه کنټرولېږي.

دی وايي، په دغه پلان کې نه‌یوازې کابل ښار بلکې؛ هم‌مهاله د هېواد شپږو سترو ولایتونو کې هم تطبیق کېږي او بله برخه چې کارخونې دي، په ټول کې په جدي توګه کنټرول کېږي، په هغه صورت کې لوګی ولري، د صنعتي کارخونو د قانون په مطابق، یوه ورځ یې فعالیت درول کېږي.

ورته مهال د ټرافیکو لوی ریاست هم وایي چې، د چاپیریال ساتنې له ادارې سره په همغږۍ یې د لوګي تولیدونکو موټرونو د را ټولولو لړۍ پیل کړې او هره اوونۍ په لسګونه موټر د ښار له کچې راټولېږي.

د ترافیکو عمومي رییس حسیب‌الله مختار په دې هکله وايي: موږ په اوونۍ کې کابو ۱۰ موټر له احصایې اخلو او لېرې کوو یې. داسې وسایط هم دي چې، باید په دايمي توګه حذف شي.

جمهورخبري آژانس


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي