۰

یو ترکی شرکت هرات کې د بادي برېښنا پر پروژه پانګونه کوي

پنجشنبه ۱۰ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۱
د طالبانو اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر، د ۷۷ ترکي شرکت له رییس سلیمان جیلیو سره په کتنه کې؛ د کجکي بند د چارو د پرمختګ او د هرات د بادي برېښنا د تولید پروژې په اړه خبرې کړې دي.
یو ترکی شرکت هرات کې د بادي برېښنا پر پروژه پانګونه کوي
د طالبانو  اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر، د ۷۷ ترکي شرکت له رییس سلیمان جیلیو سره په کتنه کې؛ د کجکي بند د چارو د پرمختګ او د هرات د بادي برېښنا د تولید پروژې په اړه خبرې کړې دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د ۷۷ ترکي شرکت رئيس، د کجکي بند د دویم فاز د پرمختګ په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې اوسمهال د دغه بند د کیندنې او دروازه بندۍ چارې په ښه توګه روانې دي.

هغه زیاته کړې چې په پام کې لري د اوبو او انرژۍ وزارت د رهبري مقام په هوکړې سره، په هرات کې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا پروژه کې خپله پانګونه پيل کړي.

په ورته مهال، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د اوبو او انرژۍ پروژو د پلي کولو په برخه کې د یاد شرکت فعالیتونه ستایلي او د کجکي بند د دویم فاز د چارو پر چټکتیا یې ټینګار کړی دی.

هغه ویلي چې هڅې کېږي د هرات د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا پروژه کې د پانګونې په موخه د زمینې برابرولو لپاره اړینې ارزونې ترسره شي او ډېر ژر د پروژې قرارداد د دواړو لورو ترمنځ لاسلیک شي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي