د کندهار ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې یوې مرستندویه ادارې له ۳۰۰ اړمنو کور سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.
د چارواکو په خبره دغه اداره چې تر دوه زره زیات اړمن کسان، کونډې او یتیمان ورسره ثبت دي، هره میاشت ورسره د نغدي پيسو او خوراکي توکو مرسته کوي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې له دې ۳۰۰ اړمنو کورنیو سره د نغدو پيسو، اوړو او غوړیو مرسته ترسره شوه.
د مرستندویه ادارې مسوولینو ډاډ ورکړی، چې د دوی له لوري به له یادو کورنیو سره په راتلونکې کې هم مرستې دوام ولري.
جمهورخبري آژآنس