د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې ایراني پانګوالو په افغانستان کې د سرې پروسس فابریکه جوړولو ته لېوالتیا ښودلې ده.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د هېواد د کانونو او پټرولیم وزارت د پنجشنبې په سهار (د لړم ۱۰ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري په کابل کې له یوه ایراني پانګوال سره کتلي دي.
طالبانو د ایراني پانګوالو له قوله ویلي چې د سیډ او سیډ په کانونو کې پانګونې ته یې لېوالتیا ښودلې او د پروسس لپاره یې یوه معیاري فابریکه هم جوړول غواړي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په هېواد کې د پانګونې په برخه کې د ایراني پانګوالو لېوالتیا وستایله او ژمنه یې وکړه چې د کانونو د قانون او کړنلارې له مخې به ورسره همکاري وکړي.
جمهورخبري آژانس