ایراني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې دغه هیواد د کډوالو ایستلو د پراخ پلان په لړ کې۸۵۰ زره غیرقانوني افغان کډوال ایستلي دي.
د راپور له مخې د ایران حکومت پرېکړه کړې چې د روان لمریز کال تر پایه دوه میلیون غیر قانوني کډوال له خپلې خاورې وباسي.
د ایران د پولیسو عمومي قوماندان احمدرضا رادان پرون له ایراني رسنیو سره په مرکه کې ویلي، چې د ایران پولیس هڅه کوي بې اسناده بهرنیان په ایران کې کار او استوګنه ونه کړي.
له بلې خوا د کرمان چارواکو ویلي چې په دې ولایت کې یې ۳۸زره بې اسناده افغان کډوال نیولي او افغانستان ته یې لېږلي دي.
جمهورخبري آژانس