د افغانستان پخواني ولسمشر او په کابل کې د روسیې سفیر د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې اترې کړې دي.
حامد کرزي په دې کتنه کې د مسکو فارمټ او برېکس په غونډو کې د افغانستان په تړاو د روسیې له دریځ او افغان ځوانانو ته د دغه هېواد د تحصیلي بورسیې له ورکړې خوښي څرګنده کړې او مننه یې کړې ده.
د ښاغلي کرزي پر ټویټر پاڼه راغلي چې، هغه په دغې کتنه کې د برېکس اعلامیې له یوې برخې چې، له یوه ثبات لرونکي، امن او سولهییز افغانستانه ملاتړ کړی او په هغه کې د افغانانو د بنسټیزو حقونو پر تامین ټينګار شوی، ستاینه کړې ده.
جمهورخبري آژانس