په سرپل ولایت کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د نوري فایبر پروژې عملي چارې پیل شوې دي.
د دغې پروژې د پرانیستې مراسمو پر مهال د افغان ټلیکام مسوولینو وویل، چې د ۵۴ کیلو متره په اوږدوالي، دا پروژه به تر راتلونکو پنځو میاشتو پورې بشپړه شي، او په پام کې ده، چې د هېواد نورو ولایتونو ته یې هم وغځوي.
سرپل کې د دې پروژې له پيل سره شاوخوا دوه زره تنو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول کاري فرصتونه برابر شوي دي.
د سرپل ځینې اوسېدونکي، د هېواد لرې پرتو سیمو کې د انټرنیټي خدمتونو پراختیا باندې ټینګار کوي، او د مخابراتي او معلوماتي ټیکنالوژۍ له وزارت څخه د کیفیت جوړولو او انټرنېټ بییو راټیټولو غوښتنه کوي.
جمهورخبري آژانس