د ننګرهار کرنې ریاست وايي، چې د دې ولایت په ۱۸ ولسوالیو کې په ۲۹۰ هکتاره ځمکه د سرو املوکو باغونه جوړ شوي دي.
د ننګرهار د کرنې رییس وايي، د سرو املوکو باغدارۍ ته په دغه ولایت کې چې اب وهوا یې ورسره برابره ده ځانګړې پاملرنه کېږي.
باغ لرونکي د سرو املوکو له حاصل او په کلني ډول له باغونو ترلاسه کېدونکي عایده خوښ دي.
د دوی په خبره په درې جریبه ځمکه جوړ شوي، د املوکو بڼ څخه په کلني ډول درې سوه زره افغانۍ عاید ترلاسه کوي.
د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، اوسمهال د دغه ریاست اړوند میوه جاتو پراختیايي مرکز کې ۲۴ نوعه سره املوک تر څېړنې لاندې دي، او هغه نوعې چې د دغه ولایت له اب وهوا سره برابرې دي، او ښه حاصل یې ورکړی، بزګرانو ته یې د کرلو سپارښتنې شوي دي.
جمهورخبري آژانس