د طالبانو له ډلې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري له یو شمېر کروندګرو او مالدارانو سره وکتل او ویې ویل چې د دوی د ستونزو د حل لپاره کار کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت نن د لړم ۸ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري د دغه ولایت له کروندګرو او مالدارانو سره کتلي دي.
د هیواد له بیلابیلو ولایتونو څخه طالبانو ویلي، چې کروندګرو او مالدارانو خپلې ستونزې او وړاندیزونه له طالبانو سره شریک کړي دي.
عمري په دې غونډه کې وويل، هڅه کوي چې د هېواد د کروندګرو او بزګرانو ستونزې هوارې کړي.
نوموړي زیاته کړه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو خدمتي وزارت دی چې د کرنې او مالدارۍ سکتور د ودې او پراختیا په موخه د هېواد بزګرانو او مالدارانو ته بېلابېل خدمتونه وړاندې کوي.
جمهورخبري آژانس