۰

ریچارډ بینیټ په کاناډا کې له ځینو افغان خبریالانو سره وکتل

چهارشنبه ۲ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۱۳
د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ کاناډا ته د خپل سفر په ترڅ کې له یو شمېر افغان خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره وکتل.
ریچارډ بینیټ په کاناډا کې له ځینو افغان خبریالانو سره وکتل
د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ کاناډا ته د خپل سفر په ترڅ کې له یو شمېر افغان خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره وکتل.

دغه غونډه د افغانستان لپاره د کاناډا د ځانګړي استازي ډيويډ سپرول او په دغه هېواد کې د آغا خان بنسټ پخوانۍ استازې نورجهان مومني په ګډون د سه شنبې په ورځ د عقرب په ۱ نېټه د ټورنټو په ښار کې د بيان د ازادۍ په ماڼۍ کې جوړه شوه.

په دې کتنه کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د خبریالانو او رسنیو پر مخ په زیاتیدونکو ننګونو خبرې وشوې. په دې ناسته کې خبریالانو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د بیان د ازادۍ د ناوړه وضعیت په اړه خپل وړاندیزونه او اندېښنې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره شریکې کړې.

همدارنګه د دې غونډې په پای کې د بیان د ازادۍ کور ریچارډ بینیټ ته په تیرو دریو کلونو کې د افغان خبریالانو، بشري حقونو او په افغانستان کې د بیان د ازادۍ د ملاتړ په برخه کې د هغه نه ستړي کیدونکي خدمتونه وستایل.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو له تېرو درېيو کلونو راهيسې افغان رسنۍ او خبريالان سخت ځپلي دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي