۰

طالب ډله د ډیورنډ کرښې اوسېدونکو ته پیژند پاڼې ورکوي

چهارشنبه ۲ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۱۱
وسله والو طالبانو اعلان کړی، چې د احصایې او اطلاعاتو وزارت ته یې امر کړی، چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له پاکستان سره پر پوله پرتو اوسېدونکو ته دې تذکرې ورکړي.
طالب ډله د ډیورنډ کرښې اوسېدونکو ته پیژند پاڼې ورکوي
وسله والو طالبانو اعلان کړی، چې د احصایې او اطلاعاتو وزارت ته یې امر کړی، چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له پاکستان سره پر پوله پرتو اوسېدونکو ته دې تذکرې ورکړي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې طالبانو ډلې د احصایې او اطلاعاتو وزارت ته په یوه لیک کې امر کړی چې له پاکستان سره پر پوله د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې مېشتو اوسېدونکو ته دې تذکرې ورکړي.

په دغه مکتوب کې چې یوه کاپي یې رسنیو ته هم رسېدلې ده، راغلي چې د احصایې او اطلاعاتو ملي اداره مکلفه ده چې د پکتیکا ولایت د ولسوالیو په ګډون د سرحدي سیمو ټولو اوسېدونکو ته چې له فرضي اړخه پرتې دي د هویت تذکرې وویشي.

د ډیورنډ کرښه." د ډیورنډ کرښه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې په توګه پیژندل کیږي، د دواړو هیوادونو تر منځ یوه له جنجالي سیمو څخه ده.
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي