رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې یو ۱۵ کلن ځوان د واشنګټن ډي سي اړوند کینګ ښار کې پر عامو خلکو ډزې کړې، چې ۵ تنه یې وژلي او یوه انجلۍ یې ټپې کړې ده.
په وژل شویو کې درې ماشومان او دوه لویان دي. ۱۵ کلن بریدګر پولیسو نیولی خو د هغه نوم تر اوسه نه دی رسنیز شوی.
د کینګ ښار پولیس د دې ډزو د انګېزې په اړه پلټنې کوي.
امریکا کې د وسلو ساتل او وسلوال برید اوس عادي خبره ده، او د نړۍ تر ټولو په وسلو سمبال نفوس د امریکا دی.
جمهورخبري آژانس