۰

د برېکس غونډه روانه ده خو طالبان یې نه دي ورغوښتي

چهارشنبه ۲ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۲۵
په داسې حال کې چې د برېکس په نامه د برازیل، روسیې، هند، چین، او سوېلي افریقا ټولنې، سرمشریزه د روسیې د تاتارستان جمهوریت په مرکز کازان کې پيل شوې خو د طالبانو استازي یې دغه غونډې ته نه دي ورغوښتي.
د برېکس غونډه روانه ده خو طالبان یې نه دي ورغوښتي
په داسې حال کې چې د برېکس په نامه د برازیل، روسیې، هند، چین، او سوېلي افریقا ټولنې، سرمشریزه د روسیې د تاتارستان جمهوریت په مرکز کازان کې پيل شوې خو د طالبانو استازي یې دغه غونډې ته نه دي ورغوښتي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د برېکس غونډه پرون سه شنبې د لړم اوله پیل شوې، چې نن چهارشنبې به هم دوام ولري.

روسي رسنۍ وايي، ولسمشر ویلادیمیر پوتین، به په دې غونډه کې پر خپله هغه ادعا ټینګار وکړي، چې وايي، دا ټولنه د لوېدیځ پر وړاندې د نړیوال واک یو داسې انډول دی، چې ورځ تر بلې لوېدونکی دی.

برېکس ټولنه په ۲۰۰۶ کال کې څلورو هېوادونو برازیل، روسیې، هند او چین رامنځ ته کړه چې وروسته په ۲۰۱۰ کال کې سوېلي افريقا هم ورسره یو ځای شوه.

دغه ټولنه په دې نیت جوړه شوه چې د نړۍ د لویو مخ پر ودې هېوادونو سیاسي او اقتصادي ځواک سره یو ځای شي چې په نړیوال اقتصاد او سیاست کې د لوېدیځ د بډایو هېوادونو رول او نفوذ چلېنج کړي.

جمهورخبري آژانس

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي