د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د روان کال په دویمه ربعه کې یې د څه کم دوه نیم زره ښځو په ګډون پر ۳۴زره او ۶۰۴ کسانو ته د کار جوازونه وېشلي دي.
د دغه وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي وایي، په یادو کسانو یې په دولتي او خصوصي سکټور کې ۲۴۹۹ تنو ښځو ته هم د کار جوازونه ویشلي دي.
نوموړی زیاته کړې، چې یو شمېر بهرنیو وګړو ته یې په افغانستان کې د کار کولو جوازونه هم ورکړي دي.
نوموړی وايي، د روان کال د لومړۍ ربعې پرتله د کار د جوازونو په وېش کې ۶۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
جمهورخبري آژانس