۰

هرات کې د ښځو په ګډون ۱۰ زره د زعفرانو کروندګر روزل شوي

چهارشنبه ۲ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۹
د امريکا نړۍواله پرمختيايي اداره وايي چې په افغانستان کې يې د افتنو د مدیریت د هراړخیز پروګرام له لارې په هرات ولایت کې د درې زره او ۴۵۴ ښځو په ګډون لس زره او ۹۰ تنه د زعفرانو کروندګر روزلي دي.
هرات کې د ښځو په ګډون ۱۰ زره د زعفرانو کروندګر روزل شوي
د امريکا نړۍواله پرمختيايي اداره وايي چې په افغانستان کې يې د افتنو د مدیریت د هراړخیز پروګرام له لارې په هرات ولایت کې د درې زره او ۴۵۴ ښځو په ګډون لس زره او ۹۰ تنه د زعفرانو کروندګر روزلي دي.

دغې ادارې دا نه دي ویلي چې دا بزګران په څومره موده کې روزل شوي دي، خو زیاته کړې ده چې د دې روزنې وروسته به بزګران نړیوالو بازارونو ته د زعفران تولیدات په معیاري ډول وړاندې کړي.

د زعفرانو کښت لومړی د هېواد په هرات ولایت کې نږدې دوه لسیزې مخکې پیل شو چې اوس په اکثرو ولایتونو کې ګرل کیږي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي