د کندوز ښار په علي خېلو سیمه کې د یوې شبکې په جوړېدو سره ۴ زره کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.
د کندوز د اوبو رسولو رییس نصرالدین نصرت ویلي چې دغه شبکه د آی سي آر سي موسسې په مالي ملاتړ د ۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې په دغه پروژه کې د احاطوي دېوال جوړول او ښاریانو ته کور په کور د پایپونو نښول هم شامل و.
د یادونې وړ ده چې د کندوز د اوبو رسولو ریاست په دغه ولایت کې شاوخوا ۶۰ سلنه اوسېدونکو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي او هڅې کوي چارې لاپراخې کړي.
جمهورخبري آژانس