۰

د طالبانو کابینې د دویمې ربعې د غیر مالیاتي عوایدو راپور تایید کړ

چهارشنبه ۲ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۶
د طالبانو د کابینې نهمه غونډه د دوی د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ پرون ترسره شوه او د يو شمېر موضوعاتو په اړه په کې بحث او پرېکړې وشوې.
د طالبانو کابینې د دویمې ربعې د غیر مالیاتي عوایدو راپور تایید کړ
د طالبانو د کابینې نهمه غونډه د دوی د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ پرون ترسره شوه او د يو شمېر موضوعاتو په اړه په کې بحث او پرېکړې وشوې.

د طالبانو ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دغه غونډه کې د مالیې وزارت د ۲مې ربعې د غير مالياتي عوایدو راپور تایید شو او ټولو وزارتونو او خپلواکو ادارو ته سپارښتنه وشوه، چې د پراختيايي بودجې د لګښت په اړه په دغه راپور کې یاد شوي وړاندیزونه په نظر کې ونیسي.

همدا راز د کابينې په دې غونډه کې د يو شمېر نورو موضوعاتو او مسايلو په اړه هم بحث وشو او په اړه يې لازم تصاميم ونيول شول.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي