۰

یونیسف په کندهار کې ۲۰ ښوونځي بیا رغوي

سی شنبه ۱ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۵۹
په كندهار كې ځايي طالب چارواكي وايي، چې د دغو ښوونځيو د بيارغونې لګښت ۱۷۸ ميليونه افغانۍ اټکل شوى، چې د يونيسف له خوا به وركړل شي.
یونیسف په کندهار کې ۲۰ ښوونځي بیا رغوي
په كندهار كې ځايي طالب چارواكي وايي، چې د دغو ښوونځيو د بيارغونې لګښت ۱۷۸ ميليونه افغانۍ اټکل شوى، چې د يونيسف له خوا به وركړل شي.

د دوی په وینا، د دغو ښوونځیو د بیارغونې بهیر به په راتلونکو شپږو میاشتو کې بشپړ شي.

ويل شوي چې دغه ښوونځي به په پنجوايي، ارغنداب، شاوليکوټ بالا، خاکريز، ميانشين، نيش، ډنډ، دامان، ارغستان، معروف او سپين بولدک ولسواليو کې ورغول شي.

په کندهار کې دا ښوونځي په داسې حال کې لوبول کېږي چې طالبانو تر شپږم ټولګي پورې نجونې ښوونځيو ته له تلو منع کړي دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي