په لغمان کې ځايي سرچينې وايي، چې په دغه ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ١٥ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سرچينې زياته کړې، چې دغه پېښه تېره شپه د تلې په ٢٩مه د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل – جلال اباد د لارې په اوږدو کې رامنځته شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې چې د دوو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې، پنځه تنه وژل شوي او لس نور ټپيان دي.
ويل کيږي چې دغه پيښه د چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.
جمهورخبري آژانس