په پنجشیر کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست وايي، ۳۵۸۷۴ قراطه د پنجشیر زمرد د داوطلبۍ له لارې پلورلي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر دولتي اژانس په یوه راپور کې ویلي چې د زمرد دغه اندازه د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په ۶۱۴ زره ډالرو پلورل شوي چې له دې جملې څخه ۱۶۲ زره یې د طالبانو په خزانو کې جمع شوي دي.
د راپور له مخې، د زمردو دغه اندازه په څه باندې یوولسو لیلامونو کې پلورل شوې ده.
د يادونې وړ ده، چې طالبان د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته په پراخه خو غير معياري ډول د هېواد کانونه استخراج کوي.
د طالبانو اکثره چارواکي او قومندانان هم د کانونو په استخراج کې برخه اخلي.
جمهورخبري آژانس