د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډله نن یکشنبې د تلې په ۲۹مه د فیلیپین له ملي لوبډلې سره لوبه کوي.
دغه فدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه لوبه به د اسیا د ملتونو جام سیالیو د لومړنیو سیالیو په چوکاټ کې نن د کابل پر وخت په ۱:۳۰ بجو په کمبودیا کې ترسره شي.
د اعلامیې پر بنسټ، د هېواد د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې تر دې وړاندې هم څو تمریناتي ناستې ترسره کړې دي.
د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ د فوټبال د ١٧ کلنو ملي لوبډلې مسوولينو او لوبغاړو د کمبويا له خوا دغې لوبډلې ته د لوبغالي د برابرولو په اړه شکايت کړى و.
په دې پړاو کې افغانستان په ب ګروپ کې له فلپین، بنګله دېش، کمبودیا او مکاو سره دی.
د سیالیو دغه پړاو به د اکټوبر په ۱۷ پیل شي او د همدې میاشتې تر ۲۷ مې نېټې پورې به دوام وکړي. کمبوجا د دغو سیالیو کوربه دی.
جمهورخبري آژانس