۰

له کندهاره نږدې ۱۰ زره ټنه پیاز بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي

یکشنبه ۲۹ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۲
د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، چې له دغه ولایت څخه د ۲ میلیونه ډالرو په ارزښت نږدې ۱۰ زره ټنه پیاز بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
له کندهاره نږدې ۱۰ زره ټنه پیاز بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي
د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، چې له دغه ولایت څخه د ۲ میلیونه ډالرو په ارزښت نږدې ۱۰ زره ټنه پیاز بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د مسوولینو په خبره یاده اندازه صادرات د تېرو ۲ میاشتو په موده کې هند او پاکستان ته شوي دي.  د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، چې دغه صادرات د بزګرانو او سوداګرو د لاهڅولو لپاره یو ښه پرمختګ ګڼل کېږي او د پیازو د صادراتو دغه لړۍ به روانه وي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین دا خبر داسې مهال ورکوي، چې څو ورځې وړاندې د لوګر ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی و، چې په یاد ولایت کې د تېرکال په پرتله د پیازو په حاصلاتو کې ۵.۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي