د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې پر طالب جنګیالیو برید کړی دی.
دغه جبهې تېره شپه د تلې په ۲۸مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه برید د جمعې په شپه د طالبانو د مرکزي قول اردو د درېیمې لوا په جنګیالیو شوی دی.
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: په دې بريدکې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او د دغې ډلې يو بل تن ټپي شو.
د مقاومت جبهې وويل چې په دې بريد کې د دغې جبهې ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت جبهې بریدونه زیات شوي دي.
جمهورخبري آژانس