په تخار کې دولتي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په مرکز کې یوه طالب جنګیالي له لفظي شخړې وروسته یو ځوان په ډزو وژلی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د تلې په ٢٢مه ماښام مهال د تخار ولايت په مرکز تالقان ښار کې د "ابو عثماني طاغاني" لېسې ته څېرمه رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړه، چې په دې پېښه کې د حسيب الله په نوم يو ١٨ کلن ځوان، چې د ياد ښوونځي د ١٢ ټولګي زده کوونکى و، د وسله والو طالبانو له خوا تر لفظي شخړې وروسته په ډزو وژل شوى دى.
د حسیب الله او طالب جنګیالیو ترمنځ د لفظي شخړې لامل تر اوسه معلوم نه دی. دا په داسې حال کې ده، چې وسله والو طالبانو له تېرو درېيو کلونو راهيسې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې څو ځلې دا ډول وژنې کړې دي.
ويل کيږي چې د يادو شويو قضيو څخه يوه هم د طالبانو د حکومت له خوا نه ده څېړل شوې.
جمهورخبري آژانس