د هرات ښار – کرخ ولسوالۍ د سړک په اوږدو کې د تېلو یو ټانک سوځول شوی دی.
دغه اورلګېدنه تېره شپه شاوخوا لس بجې د هرات – کرخ سړک په اوږدو کې د "پوليس راه شيدایې" په سيمه کې د ميزان په ٢٢مه رامنځته شوه.
که څه هم تر اوسه د دغې اورلګېدنې لامل نه دی په ډاګه شوی؛ خو ویل کېږي چې په دې اور کې د تېلو یو ټانک په بشپړه توګه سوځېدلی دی.
سرچينې زياته کړې، چې دې اور لګېدنې د تېلو د ټانک خاوندانو ته ډېر زيانونه اړولي دي. دا هم ویل کیږي، چې د تیلو په دغه ټانکر کې اور لګیدلی؛ په سیمه کې یې بریښنا هم پرې کړې ده.
جمهورخبري آژانس