په پاکستان کې د ملي ډیموکراټ ګوند مشر محسن داوړ وايي، د افغانستان په اړه ټولې پرېکړې په اسلام اباد کې کېږي.
ښاغلي داوړ تېره شپه د خېبرپښتونخوا په خېبرپښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو په غونډه کې وویل، تر هغو به په افغانستان او پښتون مېشتو سیمو کې سوله نه شي راتلای تر څو چې د اسلام اباد حکومت دغه سیاست ته دوام ورکړي.
هغه ټینګار وکړ چې په افغانستان کې باید لویه جرګه جوړه شي.
نوموړي يادونه وکړه، چې په افغانستان کې د يوې ولسي جرګې له لارې بايد د جمهوري رياست د ټينګښت لپاره پرېکړې وشي.
د هغه په وينا، د خيبر پښتونخوا قومي جرګه هم بايد په افغانستان کې د اساسي قانون د بيا پلي کولو او د جمهوري رياست پر بنسټ د حکومت د رامنځته کولو هڅې وکړي.
د يادونې وړ ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په خېبر پښتونخوا کې لويه جرګه جوړوي.
خو د پاکستان حکومت د دغې جرګې له جوړېدو څو ورځې مخکې د دغه غورځنګ فعاليت غير قانوني اعلان کړ.
د پښتون ژغورنې غورځنګ په پاکستان کې د قومي عدالت غوښتنه کوي.
جمهورخبري آژانس