د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، په کابل کې د طالب جنګیالیو پر پوستو د دوی د ځواکونو په برید کې څلور طالبان وژل شوي او ټپیان دي.
دغې جبهې تېره ورځ د تلې په ۲۱مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه برید تېر ماښام د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د سرای علاء الدین په سیمه کې شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې برید کې ۳ طالبان وژل شوي او یو بل ټپي دی.
خبرځاى زياته کړه چې دغه بريد د "طلحه" په نوم د طالبانو د استخباراتو د مسوول پر موټر شوى دى.
دا په داسې حال کې ده چې تېر ماښام هم په یاده سیمه کې د یوې چاودنې غږ اورېدل شوی و.
جمهورخبري آژانس