د فرانسې څارنوالانو اعلان کړی، چې په فرانسه کې یو افغان تبعه په دغه هېواد کې د یوه ترهګریز برید د پلانولو په تور نیول شوی دی.
د فرانسوي چارواکو په وینا؛ دغه افغان تبعه يو ٢٢ کلن هلک دى چې د شنبې په ورځ د تلې په ٢١مه د "جنوبي تولوز" په سيمه کې د پوليسو له خوا ونيول شو.
اسوشېټېډ پرېس خبر ورکړی، چې دغه ځوان د فرانسوي او امریکايي پولیسو د ګډو څېړنو پر بنسټ نیول شوی، چې تېره میاشت پیل شوې.
د راپور له مخې، دغه ځوان د فوټبال په یوه میدان یا پلورنځي کې د "تاوتریخوالی" عمل ترسره کولو نیت درلود. د ترلاسه شوو اسنادو له مخې نیول شوي کس له داعش ډلې سره همکاري کوله. خو یو شمېر فرانسوي چارواکو ویلي، چې دغه ځوان له یوه بل ۲۷ کلن افغان سره تړاو لري، چې څو ورځې وړاندې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو پر ورځ د برید د طرحې په تور نیول شوی و.
باید وویل شي چې په امریکا کې نیول شوی افغان نصیر احمد توحیدي نومیږي. توحیدي په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته امریکا ته داخل شو.
جمهورخبري آژانس