د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ادعا کوي چې له منځنۍ اسیا سره د دغې ډلې سوداګریزې اړیکې د لا پراختیا پر لور روانې دي.
د طالبانو تر ولکې لاندې ارګ نن یکشنبې (د تلې) اعلان وکړ چې د دې ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د امام ابو حنیفه رحمه الله د ملي او نړیوال نندارتون د پای په مراسمو کې وینا وکړه.
نوموړي وویل، دا ډول ناستې د افغان او بهرنیو سوداګرو ترمنځ د تجربو د تبادلې او د پانګونې د شته فرصتونو د معرفي کولو لپاره ګټورې دي.
هغه زیاته کړه چې له منځنۍ اسیا سره د طالبانو د امارت سوداګریزې اړیکې په ښه حالت کې دي او د لا پراختیا په لور روانې دي.
مولوي عبدالکبير وويل، چې دې کار د افغان او بهرنيو سوداګرو او پانګوالو لپاره ښه زمينه برابره کړې او د دې ډلې بهرنى سياست د اقتصادي همکاريو په شاوخوا کې ګرځي.
جمهورخبري آژانس