په تخار کې د طالبانو پولیسو اعلان کړی چې د استوګنې له یوه کور څخه یې د موسیقۍ غږولو په تور ۵ تنه نیولي دي.
د طالبانو د پولیسو په وینا،دغه کسان د شنبې په ورځ د تلې په ۲۱ مه د تخار ولایت د چاه اب ولسوالۍ له یوه کلي څخه نیول شوي دي.
وسله والو طالبانو ويلي، چې د يادو کسانو په اړه لومړنۍ څېړنې پيل شوې دي.
باید وویل شي، چې طالبانو د موسیقۍ غږول حرام او جرم بللی دی.
جمهورخبري آژانس