د طالبانو د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر، د استانبول جرام پاشا پوهنتون له دوو پروفیسرانو او د ترکي شرکتونو له استازو سره کتلي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې پروفیسرانو او د ترکي شرکتونو استازو په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ اړوند پروژو کې پر پانګونې لېوالتیا ښودلې او یادونه یې کړې چې غواړي د افغان انجنیرانو او زده کوونکو د تخنیکي وړتیا لوړولو په برخه کې همکاري وکړي.
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر هم په افغانستان کې د پانګونې لپاره د زمینې برابرېدو، د اوبو مدیریت او د انرژۍ د پراختیا لپاره د کافي سرچینو د شتون په اړه ډاډ ورکړی دی.
هغه ټینګار کړی چې د اوبو او انرژۍ وزارت د خپل پنځه کلن پلان له مخې به، په دواړو سکتورونو کې له هغوی سره مشخصې پروژې شریکې کړي چې د لېوالتیا په صورت کې پانګونه پکې وکړي.
جمهورخبري آژانس