په ننګرهار کې ځايي سرچينې وايي، چې د طالبانو ځايي چارواکو په ننګرهار کې له خصوصي رسنيو غوښتي، چې د دغې ډلې د تګلارې د ملاتړ لپاره خپرونې وکړي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د دغه ولايت له سيمه ييزو رسنيو غوښتي، چې د بهرنيو رسنيو د خپرونو پر وړاندې د طالبانو دفاع وکړي.
سرچینې ویلي: "بهرني رسنۍ د طالبانو ضد خپرونې لري او کورنۍ رسنۍ مکلفې دي چې د هغوى خپرونې ننګوي."
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغانستان تر واک لاندې راوستو وروسته پر رسنیو او خبریالانو سخت بندیزونه ولګول او په ترڅ کې یې؛ په سلګونو خبریالان ګواښل شوي، نیول شوي، شکنجه شوي او بندیان شوي دي.
جمهورخبري آژانس