په دمشق کې پر یوې ودانۍ د اسرائیلو برید/ د سپاه او د حزب الله قوماندانان د برید هدف و

18 میزان 1403 ساعت 9:01

څو دقیقې مخکې صهیونیسټ رژیم د سوریې په پلازمینې دمشق کښې یوه ودانۍ په څلورو توغندیو وویشتله.


څو دقیقې مخکې صهیونیسټ رژیم د سوریې په پلازمینې دمشق کښې یوه ودانۍ په څلورو توغندیو وویشتله.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې؛ د اسراییلو لخوا دا ترهګریز برید؛ دا پېښه د دمشق ښار په المازه سیمه کې شوې او د عبراني رسنیو د ادعا له مخې د دغې غونډې هدف د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو او د اسلامي مقاومت او حزب الله د قوماندانانو غونډه وه.

د ناتایید شویو راپورونو او د ځینو اسرائیلي رسنیو د ادعاوو له مخې، په دې غونډه کې د فلسطین د اسلامي جهاد د غورځنګ مشر زیاد النخلیح او د سپاه پاسداران د قدس ځواک مرستیال سردار فضل زاده هم حضور درلود.

خو دا خبر خپلواکو رسنیو نه دی تایید کړی.

په نښه شوې ودانۍ په یوه ګڼ مېشته سیمه کې ۱۴ پوړیزه ودانۍ ده چې ډېری وخت د مهمو دولتي شخصیتونو د استوګنې له کبله خوندي سیمه بلل کېږي.

ویل کیږي چې دغه ودانۍ په دمشق کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفارت څخه په ۵۰۰ مترۍ کې موقعیت لري.

لږ تر لږه ۷ تنه چې ټول ملکي وګړي دي وژل شوي او لږ تر لږه ۱۱ تنه ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي.

تر اوسه په دې غونډه کې د موجودو قوماندانانو د هويت په اړه کوم باوري راپور او خبر نه دى ورکړل شوى.

د وروستیو خبرونو له مخې؛ په دمشق کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت اعلان وکړ چې د پیښې په ځای کې هیڅ ایراني شتون نه درلود.

خو تر اوسه په دې ودانۍ کې د لبناني او فلسطیني شخصیتونو په ګډون د کومو شخصیتونو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176288

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176288/

جمهور
  https://www.jomhornews.com