۰

طالبانو په پنجشیر کې کور په کور تلاشي پیل کړې

سی شنبه ۱۷ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۱۵
په پنجشېر کې دولتي سرچينې وايي، چې طالبانو له تېرو دوو ورځو راهيسې د دغه ولايت په دره عبدالله خېلو ولسوالۍ کې پر کورونو تلاشي پيل کړي دي.
طالبانو په پنجشیر کې کور په کور تلاشي پیل کړې
په پنجشېر کې دولتي سرچينې وايي، چې طالبانو له تېرو دوو ورځو راهيسې د دغه ولايت په دره عبدالله خېلو ولسوالۍ کې پر کورونو تلاشي پيل کړي دي.

د سيمې اوسېدونکي وايي، وسله والو طالبانو په تېرو دوو ورځو کې د دره عبدالله خېلو ولسوالۍ د يوه قومي مشر په ګډون د پنځو کسانو د کورونو د نيولو هڅې کړې دي.

سرچينې په دغو کسانو کې څلور تنه بلبل شاه، ميراغا، حيدر او صفدر قاريادر ياد کړي دي. ویل شوي، چې دغه نیونې او پر کورونو چاپې د جمعې په شپه د عبدالله خېلو دره کې د طالبانو پر یوه کمپ له چاودنې وروسته پیل شوې.

دوه ورځې وړاندې د مقاومت جبهې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي وو چې د جمعې په ماښام د دوی ځواکونو د پنجشیر ولایت په دره ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه پوځي مرکز برید وکړ چې په ترڅ کې یې د طالبانو د ډلې ۱۳ تنه غړي ووژل شول او  دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

د خبرپانې له مخې دغه برید د پنجشیر ولایت د محمد بیګ خېلو په کلي کې د طالبانو د ملي دفاع وزارت د ځانګړي کنډک د څلورم کنډک د تولي په دریم کمپ ترسره شو.

په وروستیو میاشتو کې د دې ډلې پر وړاندې د ملي مقاومت د جبهې تر ټولو خونړي بریدونه.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي