د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو د راوتو خبرداری ورکړی دی.
دغه ریاست نن دوشنبه د تلې په ۱۶مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ښايي سبا سه شنبه؛ د بدخشان، نورستان، تخار، کونړ، لغمان، ننګرهار، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، بغلان، کندز، سمنګان، پروان، بامیان، میدان وردګ او غزني ولایتونه به د سختو بارانونو او سیلابونو شاهد وي.
د اعلامیې پر بنسټ، د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د اورښت اندازه د ۱۵ او ۴۵ ملي مترو ترمنځ اټکل شوې ده.
اعلامیې همدا راز زیاته کړې، چې د هېواد په سویلي او مرکزي ولایتونو کې د یخنۍ سره د بادونو د ورېدو امکان شته.
په اعلامیه کې راغلي چې د دغو بادونو سرعت به په ساعت کې د ۵۰ او ۷۰ کیلومترو ترمنځ وي.
جمهورخبري آژانس