د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو دفتر (UN-Habitat) وايي، د جاپان حکومت د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان د ښاري وګړو د وضعیت د هواري لپاره ۷.۳۷ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
دغه دفتر نن دوشنبه د تلې په ۱۶مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دې مرستې تفاهم لیک نن په کابل کې د جاپان له سفارت سره لاسلیک شو.
د اعلامیې پر بنسټ، په راتلونکو دریو کلونو کې به په کابل او هرات کې سل زره کسان له دغو مرستو برخمن شي.
خبرځاى زياته کړه چې دغه پيسې به د هبيتات د دفتر له لارې په ښاري بنسټيزو او عامه ګټو پروژو ولګول شي.
د اسیا او ارام سمندر لپاره د هبیتات د سیمه ییز دفتر استازي کازوکو ایشیګاکي وویل: "له جاپان سره زموږ ملګرتیا د ټولنیزو زیربناوو د پیاوړتیا او د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره هڅې ګړندۍ کوي."
دغه راز په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکایوشي کرومیا وویل، هېواد یې له افغانانو سره مرستو ته ژمن دی.
جمهورخبري آژانس