۰
د خوړو نړیوال سازمان:

افغانستان کې مو پر ۴ میلیونو خلکو نغدي مرستې ووېشلې

دوشنبه ۱۶ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۴۱
د خوړو نړیوال سازمان وايي، سږ کال یې په افغانستان کې پر ۴ میلیونو خلکو نغدي مرستې وېشلې دي.
افغانستان کې مو پر ۴ میلیونو خلکو نغدي مرستې ووېشلې
د خوړو نړیوال سازمان وايي، سږ کال یې په افغانستان کې پر ۴ میلیونو خلکو نغدي مرستې وېشلې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سازمان تېره شپه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د نغدي مرستو د ترلاسه کوونکو نيمايي برخه يې ښځې دي.

د اعلامیې له مخې، نغدي مرستې دوی ته دا ځواک ورکوي چې په هغه څه مصرف کړي چې د دوی کورنۍ خورا ورته اړتیا لري."

تر دې وړاندې نړیوالو سازمانونو ویلي وو چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بې وزلۍ د پراخېدو له امله شاوخوا ۲۴ میلیونه وګړي نړیوالو مرستو ته اړ دي.

ددغو سازمانونو په وینا، په افغانستان کې د بې وزلۍ خپریدو د خلکو اقتصاد په ځانګړې توګه د پیرودلو ځواک خورا کمزوری کړی دی.

له بلې خوا د ښځو د کار د بندولو په برخه کې د طالبانو محدودیتونو هم د ټولنې دغه برخه له جدي ننګونو سره مخ کړې ده.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي